ډېر لوستل شوي

پر خوست د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه مرګ‌ژوبله نه‌‌لري

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وايي چې تېره شپه شاوخوا درې نیمې بجې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ پر ګلان کمپ، د خوست ښار مرکز ته څېرمه سیمو او د اسماعیل‌خېل او مندوزي ولسوالیو پر ځینو برخو هوايي بریدونه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې هېڅ ډول مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

یاد رژیم تېره شپه د کندهار ښار د نهمې ناحیې په یوه شاړه دښته هم بمبار کړی دی.

اړوند خبرونه