ډېر لوستل شوي

کندهار کې د پاکستان پوځی رژیم برید؛ د چارواکو په وینا هېڅ زیان نه دی اوښتی

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د پاکستان پوځي رژیم نن سهار شاوخوا درې بجې د کندهار ښار د نهمې ناحیې په یوه شاړه دښته برید کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې هېڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

د راپورونو له مخې، د برید له امله د چاودنې دروند غږ د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې اورېدل شوی، خو امنیتي مسوولینو د ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د اندېښنې وړ څه نشته.

اړوند خبرونه