ډېر لوستل شوي

ا.ا: افغانستان کې د نشه‌توکو تولید، کارونه او قاچاق په کلکه بند دی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو د ټولو ډولونو تولید، قاچاق او استعمال په مطلق ډول منع دی.

ښاغلي بلخي لیکلي، په افغانستان کې د نشه‌یي توکو له بندیز وروسته د دغو موادو کښت، تولید او قاچاق د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته په پراخه کچه زیات شوی.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان نه یوازې پر مخدره موادو بندیز لګولی، بلکې د مصنوعي مخدره موادو د تولید وړتیا هم نه لري او له نږدې یوه کال راهیسې د ډیورنډ کرښې ټولې تېرېدونکي نقطې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

اسلامي امارت په اسلام‌اباد کې د متحده ایالاتو له سفارت څخه غوښتنه کړې چې د نیول شویو نشه‌یي توکو د سرچینې په اړه په کوربه هېواد کې څېړنه وکړي او له دغو قضیو څخه د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار وانخلي.

اړوند خبرونه