ډېر لوستل شوي

د تانګانیکا جهیل کې د کښتۍ ډوبېدو ۴۱ کسان مړه کړي

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د تانګانیکا جهیل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۴۹ نور ژغورل شوي دي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، پېښه د سپټمبر پر ۲۴مه هغه مهال رامنځته شوې چې کښتۍ د تانزانیا له کیګوما بندر څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د کالیمي ښار پر لور روانه وه.

د تانګانیکا ایالت د ټرانسپورټ وزیر  ویلي، په کښتۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کسان سپاره وو. نوموړي زیاته کړې چې ۴۹ کسان ژغورل شوي، خو لږ تر لږه ۴۱ نور کسان په پېښه کې مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، د کښتۍ د ډوبېدو سبب لا نه دی روښانه شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

اړوند خبرونه