ډېر لوستل شوي

اریانا افغان هوایي شرکت د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنې کړې

د اریانا افغان هوایي شرکت د ملي سوداګرو او سوداګریزو اموالو د لېږد – رالېږد اسانتیا په موخه د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنو له زیاتېدو خبر ورکړی دی.

دغه شرکت ویلي چې تر دې مخکې پر یاد مسیر هره ورځ یوه الوتنه، خو اوس دوې منظمې کارګو الوتنې ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې چې د دغو منظمو او ورځنیو کارګو الوتنو له لارې افغان سوداګر او شرکتونه خپل سوداګریز توکي په چټک، خوندي او باوري ډول د افغانستان او هند ترمنځ لېږدولی شي.

د آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، دوی هڅه کوي چې د هېواد سوداګرۍ د ودې، د ملي سوداګرو د اړتیاوو پوره کولو او د افغانستان د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره د هوايي کارګو خدمتونه لا پراخ او چټک کړي.

اړوند خبرونه