د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراییوي رییس، مولوي غلامالرحمن کظیم او مل پلاوي د هند ډیلي جل بورډ (Delhi Jal Board – DJB) له رییس سره په کتنه کې د فاضلابو مدیریت اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
یاد ریاست لیکلي چې په دې کتنه کې ښاغلي کظیم له ډیلي جل بورډ څخه غوښتي چې د افغانستان شرایطو او اړتیاوو ته په پاملرنې د فاضلابو سیسټمونو عصري کولو او د مناسبو تصفیهخونو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
بلخوا مقابل لوري ډاډ څرګند کړی چې د «ډیلي جل بورډ» اداره د غیرمتمرکزو فاضلابو سیسټمونو د رامنځتهکولو او د افغانستان اړتیاوو او شرایطو ته په پام د مناسبو فاضلابو تصفیهخونو جوړولو په برخه کې همکاري کوي.
د خبرپاڼې له مخې چې همداراز د هند بهرنیو چارو وزارت استازي د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت فعالیتونه ستایلي او په اړوندو برخو کې یې د دغه وزارت او نورو هندي ادارو د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

