ډېر لوستل شوي

ایران: پر اټومي پروګرام به له امریکا سره هېڅ جوړجاړی ونه کړو

یو ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، ایران به د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او د یورانیمو له غني کولو څخه به هم تېر نه شي.

د نوموړي په وینا، د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو په طرحه کې تهران چمتو دی چې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي، خو په بدل کې یې له واشنګټن څخه د ایران پر بندرونو د کلابندۍ پای ته رسېدل، د کنګل شویو شتمنیو ازادول او پر ایراني تېلو د لګېدلو بندیزونو لرې کول غوښتي دي.

ایراني چارواکي وايي، امریکا باید د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې جګړه د یوې اوونۍ په موده کې پای ته ورسوي؛ له دې وروسته به ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه تفصیلي خبرو ته چمتو شي.

د دې چارواکي په وینا، ایران به د یورانیمو د غني کولو له حقه تېر نه شي او خپل په لوړه کچه غني شوي یورانیم به هم بهر ته ونه لېږي.

اړوند خبرونه