کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د بدخشان ولایت په تشکان ولسوالۍ کې ۱۳۰ کیلوګرام نشهيي توکي کشف او ضبط شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دغه قاچاق په تړاو دوه کسان نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
سرچینې لیکلي چې له نیولشویو کسانو څخه دوه M4 هم ترلاسه شوي دي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دغه توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.
بلخوا کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې هېچا ته د نشهيي توکو د کاروبار اجازه نه ورکول کېږي.

