په خیبر پښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وسلهوالو بریدونو، امنیتي نښتو او ټرافیکي پېښو په ګډون په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د سیمهییزو پولیسو او چارواکو په وینا، دغه پېښې په پېښور، مردان، سوېلي وزیرستان، مانسهره، صوابۍ، خیراباد، ایبټاباد، اکوړه خټک او چارسده کې رامنځته شوې دي.
چارواکي وايي، په پېښور کې د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ نښته کې یو پولیس او یو وسلهوال وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي. په سوېلي وزیرستان کې بیا د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په مردان کې هم د یوه وسلهوال برید له امله یو کس وژل شوی دی.
په مانسهره کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او د سختو بارانونو له امله یوه مور او لور هم اوبو کې ډوبې شوې چې یوازې د مور جسد موندل شوی دی.
همداراز، په صوابۍ کې د ډزو او ټرافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی، په خیراباد کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. په ایبټاباد کې بیا د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.

