ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزیر په غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د رغنیزو پروژو چارې ارزولې 

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته د سفر پرمهال په یادو ولایتونو کې د یو شمېر پروژو له چارو لیدنه کړې ده.

ټولګټو وزارت لیکلي چې ښاغلي ثاني د دغه سفر پرمهال د غزني – پکتیا او غزني – پکتیکا مسیرونه، د غزني – شرنې د ۴۵ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم روانې چارې او د پکتیکا ولایت د ارګون – سروبي ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ارزولې دي.

نوموړي همداراز د پکتیکا ولایت د ارګون–ګیان له ۳۲ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه هم لیدنه کړې او ورپسې یې د یاد ولایت د شرنې–مټاخان د ۳۸.۷ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ارزولې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د ټولګټو وزیر د دغو پروژو د کاري بهیر لیدنې پرمهال د چټکتیا، غوره کیفیت، باکیفیته موادو کارولو او د پروژو پر وخت بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې کړې دي.

اړوند خبرونه