د کورنیو چارو وزارت امنيتي ځواکونو په هرات ولایت کې د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.
ياد وزارت وايي، د اسلامکلا بندر د سرحدي شرطې منسوبینو یو کس هغه مهال له ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو سره نیولی چې غوښتل یې دغه پیسې ایران ته ولېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، نیول شوې پیسې د سرحدي شرطې له لوري ضبط شوې او نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

