ډېر لوستل شوي

پښتونخوا کې د پولیسو پر یوې پوستې تازه برید؛ اووه پاکستاني پولیس پکې وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، پېښه نن د سړک غاړې د پولیسو پر یوې پوستې شوې ده.

د پولیسو او ژغورنې ادارو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه اووه امنیتي سرتېري شامل دي.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د برید د نورو جزیاتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

اړوند خبرونه