ډېر لوستل شوي

کابل کې د الکولي مشروباتو یوه کارخونه له منځه وړل شوې

د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د ۱۵مې امنیتي حوزې ځواکونو په کابل کې د الکولي مشرباتو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، د دې کارخونې پر ضد د ترسره شویو عملیاتو په پایله کې څلور تنه مظنونین نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو سره ۲۰۰ بوتله الکولي مشروبات، د يادو مشروباتو د جوړولو وسایل او دوه عرادې موټر هم کشف او ضبط شوي دي.

د مسوولينو په وينا، نیول شویو مظنونینو پر خپل جرم اعتراف کړی.

اړوند خبرونه