د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هند له شارژدافیر «یتین پټیل» سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ياد وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان امرخېل په دې لیدنه کې جلالي له هند څخه د اندراګاندي روغتون د ملاتړ، د ساري ناروغیو لپاره د واکسینونو برابرولو، د سرطان روغتون د اړینو تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د تلسیمیا څانګې د فعالولو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
د هند شارژدافیر هم په روغتیايي برخه کې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د اندراګاندي روغتون د تلسیمیا څانګې د تجهیز، د سرطان د درملنې لپاره د کیموتراپي درملو او راډیوتراپي ماشینونو د برابرولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې به له افغانستان سره لا ډېره همکاري وکړي.

