د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي، افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري.
مهرالدین ټینګار کړی چې تاجیکستان به د یوه سولهییز او باثباته افغانستان لپاره د افغانانو ملاتړ او رغنده سیمهییزو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د سیمې امنیت له افغانستان سره مستقیم تړاو لري.
دا په داسې مهال ده چې قزاقستان هم تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې د سیمي امنیت له افغانستان څخه نه بېلېدونکی بللی دی.

