ډېر لوستل شوي

خلیل الحیه: د اسراييلو ټاکنې د فلسطینیانو د وینې په بيه کېږي

د حماس مشر خلیل الحیه ویلي، د اسراييلو راتلونکې ټاکنې د فلسطینیانو په وینه او د هغوی د حقونو پر سر ولاړې دي.

الحیه ټینګار کړی چې د حماس اصلي تمرکز د فلسطین پر حاکمیت او خپلواکۍ دی.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ټاکل شوې د اسراييلو ټاکنې د اکټوبر پر ۲۷مه ترسره شي.

د اسراييلو ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې پر غزې د اسراييلو تېری دوام لري او له امله يې د فلسطین د راتلونکي، خپلواکۍ او حاکمیت موضوع لا هم د سیمې له مهمو بحثونو څخه ده.

اړوند خبرونه