ډېر لوستل شوي

هرات ته د قزاقستاني پلاوي سفر؛ “د افغانستان – قزاقستان سوداګري ۵۸۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې”

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي «یرکین توکوموف» په مشرۍ د دغه هېواد پلاوي د هرات له والي، شیخ مولانا اسلام‌جار سره کتلي، او دواړه لوري د افغانستان – قزاقستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلي دي.

د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې د «یرکین توکوموف» له قوله راغلي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان – قزاقستان سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

نوموړي همداراز افغان پلاوی په قزاقستان کې یوې جوړېدونکې ناستې ته وربللی دی.

بلخوا د هرات والي د سوداګریزې او اقتصادي ودې لپاره امنیت مهم عامل بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې اړوند اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې همداراز د انتقالاتو د ظرفیتونو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر پر اسانتیا هم ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه