د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، تهران نور له امریکا سره پر مذاکراتو باور نهلري.
نوموړي له الجزيرې سره په خبرو کې ويلي، له تېرو خبرو وروسته پر ایران بریدونه وشول او هم بندیزونه پرې ولګېدل.
د پزشکيان دا څرګندونې په داسې مهال کړې چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې ټاکل شوې وه د هرمز تنګی په اوو ورځو کې بېرته پرانیستل شي.
بلخوا، ټرامپ د ایران د اوربند وړاندیز د ردولو ترڅنګ ټينګار کړی چې د امریکا له منځمهالو ټاکنو ورورسته پر ایران برید پیل کړي.

