ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې ۱۳۵ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، په یوه ورځ کې ۱۳۵ کورنۍ چې ۶۱۳ کسان کېږي، د تورخم، سپین‌بولدک، پل ابریشم او اسلام‌کلا له لارو افغانستان ته دننه او ثبت شوي دي.

د یاد کمېسیون د راپور له مخې، په همدې موده کې ۷۴ کورنۍ چې غړو شمېر ۳۷۰ تنه کېږي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۷۴ کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي.

راپور زیاتوي چې راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه هم وړاندې شوي.

د کمېسیون په وینا، سلګونه ناروغان هم د راستنېدونکو کډوالو په اړوندو روغتیايي مرکزونو کې درملنه شوي دي.

اړوند خبرونه