ډېر لوستل شوي

اماراتو ته د نتنیاهو سفر؛ له محمد بن زاید ال نهیان سره یې لیدلی

رویټرز راپور ورکړی چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته سفر کړی او د دغه هېواد له ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره یې لیدلي دي.

د راپور له مخې، دا سفر له مخکې اعلان شوی و، خو د دغې کتنې د اجنډا او جزییاتو په اړه تر اوسه د نتنیاهو دفتر او د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

د نتنیاهو اوسنی سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.

اړوند خبرونه