ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره بېلاروس ته ولاړ

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له یوه مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا او د تجربو د شریکولو په موخه بېلاروس ته سفر کړی دی.

ياد وزارت وايي، د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت د مرستیال بېريس انډرسيوک په مشرۍ د دغه هېواد د روغتیا وزارت مسوولینو، افغان پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او دغه سفر یې د دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.

ټاکل شوې چې د سفر پر مهال به ښاغلی جلالي د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره تر لیدنې سربېره، له دولتي طبي پوهنتون، درمل جوړونې شرکت، د زړه ناروغیو، سرطان او طبي راډیولوژۍ له تخصصي مرکزونو او یو شمېر نورو روغتیايي بنسټونو څخه لیدنه وکړي.

د مسوولينو په وینا، د سفر پر مهال به د روغتیايي خدمتونو، طبي زده‌کړو، درمل جوړونې او تخصصي روغتیايي برخو په اړه د دواړو هېوادونو تجربې شریکې او د راتلونکو همکاریو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وشي.

اړوند خبرونه