د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مشعلې کمر سیمه کې د یوه خاور ډوله موټر د چپه کېدو له امله يوې ښځې ژوند بايللی او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.
د لغمان امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزي وايي، پېښه نن دوشنبه سهار شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوې چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ټرافیکو مدیریت مسوولين وايي، ټپیان د درملنې لپاره پر وخت روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د معلوماتو له مخې، یاد موټر له لوګر څخه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ پر لور روان و، چې د قرغیو ولسوالۍ په مشعلې کمر سیمه کې چپه شوی دی.

