ډېر لوستل شوي

لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۵ زره بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او وتلي

د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي چې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد له هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو څخه د ۱۵ زره او ۴۴۹ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

ياده اداره وايي، په دې موده کې د ۳۴۹ ښځو په ګډون ۸ زره او ۵۳۸ بهرني وګړي افغانستان ته دننه شوي، په داسې حال کې چې د ۱۹۷ ښځو په ګډون ۶ زره او ۹۱۱ بهرني وګړي له هېواده وتلي دي.

له هېواد سره د پولو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ راتګ له ډلې، ۸ زره او ۴۳۷ تنه د ځمکنیو بندرونو او ۱۰۱ تنه د هوا له لارې افغانستان ته راغلي دي. له دې ډلې ۹۳۱ تنه د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار په موخه هېواد ته راغلي دي.

د ثبت شویو شمېرو له مخې، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز له بندرونو څخه افغانستان ته داخل شوي چې شمېر یې ۵ زره او ۳۴ تنه ښودل شوی دی. ورپسې د هرات له ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر څخه ۲ زره او ۶۵۹ تنه، د فاریاب له اقینې بندر څخه ۶۵۲ تنه او د بدخشان له اشکاشم بندر څخه ۶۷ تنه داخل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وايي، د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د ثبت ترڅنګ، د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودلو او د ژوند د مهمو پېښو د ثبت چارې هم د یادې ادارې د اړوند ریاست له مسوولیتونو څخه دي.

اړوند خبرونه