ډېر لوستل شوي

مالیې وزارت د ځینو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې

مالیې وزارت خبر ورکړی چې د کورنیو صنایعو او تولیداتو د ملاتړ، کرنې او سوداګرۍ د پراختیا په موخه یې د ځینو وارداتي توکو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راوستی دی.

ياد وزارت ويلي، د بوتلونو، ودانيزو رنګونو، چرمي او پلاستیکي بوټانو، ګچو او پمپرز پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.

وزارت زیاتوي چې دا پرېکړه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ شوې ده.

بل‌خوا، د ناروغانو د ستونزو د کمولو په موخه د زړه د رګ د پرانیستلو وسیلې (سټنټ) پر وارداتو ګمرکي تعرفه له ۸ سلنې ۳.۵ سلنې ته راکمه شوې ده.

اړوند خبرونه