ډېر لوستل شوي

معلوماتو ته د لاس‌رسي نړیواله ورځ؛ “د شاوخوا ۲۵ ولایتونو له خبریالانو سره ناستې شوې”

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري «معلوماتو ته د لاس‌رسي نړیواله ورځ» ونمانځل شوه.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د يادې کمېټې مشر جمیل وقار په حواله ويلي، د خبریالانو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د معلوماتو شریکولو په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي زياته کړې چې په دې موخه په تېره اوونۍ کې د شاوخوا ۲۵ ولایتونو له خبریالانو سره ناستې شوې دي.

د ويلو ده چې د سپټمبر ۲۸مه هر کال معلوماتو ته د لاس‌رسي نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. یونسکو په ۲۰۱۵ کال کې دغه ورځ اعلان کړې او ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹ کال کې په رسمي ډول پېژندلې ده.

اړوند خبرونه