د هرات ولایت مقام خبر ورکړی چې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزې ناستې په ترڅ کې د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا تړونونه د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار، د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي «یرکین توکوموف» او د دواړو لورو د یو شمېر سوداګرو په شتون کې لاسلیک شوي دي.
د دې ناستې پرمهال مسوولینو قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو بللی، او ویل شوي چې د دغو تړونونو پر بنسټ به د هرات ولایت کرنیز او تولیدي محصولات د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شي.

