د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې د یاد ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرایوي رییس، مولوي اخترمحمد منصور له ترکمنستاني پلاوي سره په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د ګازو د وېش شبکې او اړوند پایپلاین د جوړولو په اړه دوه ورځنۍ تخنیکي او مسلکي ناسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دغو ناستو کې د هرات ښار، صنعتي پارکونو، کورونو، دولتي ادارو او تجارتي ساحو لپاره د ټاپي ګازو د وېش شبکې جوړولو، د اړتیا وړ پایپلاین مسیر، تخنیکي معیارونو، د شبکې پراختیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ګاز او ترکمن تخنیکي پلاوو په ګډه د وړاندیز شوي پایپلاین له مسیر څخه لیدنه کړې او د عملي وضعیت، تخنیکي اړتیاوو او احتمالي ستونزو په اړه یې لومړنۍ ارزونه کړې ده.

