د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۲۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۱۳۵ تنه کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، په همدې موده کې ۶۵ کورنۍ، د ۳۳۳ غړو په ګډون، له تورخم، سپینبولدک او کابل څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
همداراز، له ۸۱ راستنېدونکو کورنیو سره ۶۵۶ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۶۵ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
راپور زیاتوي چې راستنېدونکو کډوالو ته په تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پل، اسلامکلا او کابل کې خوراکي او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

