د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراييوي رییس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ یوه پلاوي په دوشنبه کې د تاجکستان د برېښنا شرکت له رییس محمد عمر اسوزاده سره لیدلي او د برېښنا او انرژۍ په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت ويلي، په دې لیدنه کې د تاجکستان له لوري افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا د کچې پر زیاتولو، د لېږد شبکو پراختیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ ښه کولو، تعرفو، د پانګونې فرصتونو او تخنیکي زدهکړو په اړه بحث شوی دی.
د تاجکستان د برېښنا شرکت د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د جوړولو د پلان په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د افغانستان د برېښنا وارداتو د زیاتولو غوښتنه به وڅېړي.
دواړو لورو هوکړه کړې چې تخنیکي او سوداګریزې ډلې به د عملي پایلو د ترلاسه کولو لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

