پوهنې وزارت وایي چې په تخار ولایت کې هغه ځوان استاد نیول شوی چې په تېره حوت میاشت کې یې د دغه ولایت «رستاق» ولسوالۍ په حضرت سلمان فارسي رض مدرسه کې یو خپل زدهکوونکی سخت وهلی و.
دغه وزارت لیکلي چې په ټولنیزو پاڼو خپرې شوې ویډیو کې د ماشوم زدهکوونکي د وهلکېدو موضوع تعقیب شوې، او هغه استاد د تخار امنیې قوماندانۍ له لوري نیول شوی دی.
پوهنې وزارت ټینګار کړی چې یاد وزارت د زدهکوونکو خوندیتوب او د ښوونیز چاپېریال د اصولو رعایت ته ژمن دی او د زدهکوونکو پر وړاندې د هر نامناسب چلند په اړه د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې لازم اقدامات کوي.
له تېرو دوو ورځو راهیسې په ټولنیزو پاڼو هغه ویډیو ډېره خپره شوې چې پکې لیدل کېږي، یو تنکی ځوان استاد خپل ماشوم زدهکوونکی سخت وهي.

