د ایتوپیا په شمال کې د جګړو له بیا پراخېدو سره، د دغه هېواد حکومت پر اریتریا، سوډان او مصر تور لګولی چې له وسلهوالو مخالفو ډلو ملاتړ کوي.
د ایتوپیا حکومت دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په شمالي سیمو کې د جګړو له زیاتېدو سره د شخړې سیمهییزې اندېښنې هم ډېرې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د جګړو دوام ښايي د سیمې نور هېوادونه هم په شخړه کې ښکېل کړي او د ایتوپیا د روان وضعیت لمن پراخه شي.

