ډېر لوستل شوي

د سوریې حکومت د حزب‌الله اړوند یو شمېر کسان نیولي

فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې حکومت د دغه هېواد په جنوب کې، د اسراییلو تر ولکې لاندې جولان لوړو ته څېرمه، د لبنان د حزب‌الله اړوند یو شمېر کسان نیولي دي.

د راپورونو له مخې، سوریې دغه کسان پر نامعلومو اهدافو د برید د پلانولو په تور نیولي دي.

حزب‌الله تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند خبرونه