ډېر لوستل شوي

د عدليې وزارت: د علماوو شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه

د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د علماوو شورا لایحه د رسمي جریدې په ۱۵۰۰مه ګڼه کې خپره شوې ده.

ياد وزارت يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري چې د علماوو شوراګانو د جوړښت، صلاحیتونو، مسوولیتونو او دندو څرنګوالی په کې مشخص شوی دی.

د لایحې له مخې، په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شوراګانې به رییس، مرستیال، اداري مسوول او مالي مسوول ولري او د اړتیا له مخې به نور غړي هم ټاکل کېږي.

د عدلیې وزارت په وینا، د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، د شرعي نظام په اړه عامه پوهاوی، د مسوولینو د فعالیتونو او چلند اصلاح، د خلکو او مسوولینو ترمنځ د باور پیاوړتیا، د عامه پوهاوي زیاتول، د ستونزو حل او له امارتي ادارو سره همکاري د دغو شوراګانو له مهمو دندو څخه دي.

اړوند خبرونه