د ایران د قضایه قوې ویاند علي کاظمي وایي، د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو په قضیه کې د امریکا حکومتي چارواکي د ۴۸ میلیارد ډالرو د ورکړې په جزا محکوم شوي دي.
کاظمي ویلي، د محکمې د حکم د پليکېدو بهیر پیل شوی او په دې قضیه کې ۳۱۷۳ کسان د شکایت کوونکو په توګه ثبت شوي دي.
د هغه په وینا، په جنايي برخه کې هم ۷۳ کسان تر تعقیب لاندې دي.
قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه د عراق د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

