ډېر لوستل شوي

ملا نورالله نوري: د کوچيانو ستونزو او اړتیاوو ته پام‌لرنه کوو

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو له کوچي سرخېلانو او استازو سره د هغوی د ستونزو او غوښتنو د ارزونې په موخه غونډه کړې ده.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي نوري په حواله ویلي، کوچيان د هېواد د اقتصادي ودې مهمه پانګه ده او اسلامي امارت د دوی ستونزو او اړتیاوو ته متوجه دی او د حل لپاره به یې هڅې دوام ولري.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۱۸ لکه څارویو ته واکسینونه لګول شوي، ۲۱ زره کوچيانو کورنۍ د تذکرو ترلاسه کولو لپاره پېژندل شوې او په لسو ولایتونو کې کوچي مېشت ځایونه ثبت شوي دي.

دغه وزارت وايي، د کوچي کورنیو لپاره ۱۲ نندارتونونه جوړ شوي، زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او له سلګونو کوچي کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي.

د وزارت په وینا، کوچي کورنیو ته د لنډمهاله زده‌کړو زمینه هم برابره شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې پرې د لبنیاتو بېلابېل توکي هم وېشل شوي دي.

د ويلو ده چې په غونډه کې د هېواد د ثبات، یووالي او پرمختګ لپاره د ټولو قشرونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګا شوی دی.

اړوند خبرونه