د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، امریکا او اسراييل وروسته له هغې چې د پوځي ځواک له لارې یې د ایران د ماتولو هڅه ناکامه شوه، اوس په دې هېواد کې د کورنيو اختلافاتو د رامنځتهکولو او ژورولو تګلاره تعقیبوي.
پزشکیان د لویو ښارونو او د ولایتونو د مرکزونو له ښاروالانو سره په یوه غونډه کې ویلي، د ایرانيانو د تسلیمولو لپاره د پوځي جګړې له ناکامۍ وروسته، د ایران د مخالفینو ټوله طرحه د کورنيو اختلافاتو رامنځتهکولو او پراخولو ته اوښتې ده.
هغه ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د فشارونو موخه اوس د هېواد دننه د اختلافاتو زیاتول دي.

