ډېر لوستل شوي

امنيتي ځواکونو غزني کې ۶۰۰ کیلوګرامه اومان نیولي

د غزني د آب‌بند ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د کابل–کندهار پر لویه لار، د سپین‌بند په سیمه کې ۶۰۰ کیلوګرامه اومان کشف او نیولي دي.

د غزني امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر وايي، دا نشه‌یي توکي له قره‌باغ ولسوالۍ څخه هلمند ولایت ته لېږدول کېدل چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې د انتقال مخه نیول شوې ده. سرچینه زیاتوي چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او یو تن له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

اړوند خبرونه