د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په هلمند او کونړ کې د پاکستان د پوځ د تېرې ورځې هوايي بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
بنټ په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبلې ته په اشاره ویلي، د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه حساب ورکول اړین دي.
هغه د دغو بریدونو په اړه پوښتنه کړې: “ایا دا د بېکفایتۍ، بېغورۍ او که تر دې هم د کومې جدي پایلې له امله رامنځته شوي دي.” د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه باید د نړیوالو بشري حقونو او قوانینو اصول رعایت شي.

