د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بلاروس جمهوریت د صنعت اوونۍ په عمومي کنفرانس کې ګډون کړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دا کنفران د «صنعتي او ټکنالوژيکي همکارۍ د بشپړونکو مشارکتونو رامنځته کول» تر سرليک لاندې جوړ شوی و. په دې کنفرانس کې د بلاروس، روسیې، قزاقستان، قرغزستان او اوزبيکستان لومړي وزیرانو، د بېلابېلو هېوادونو پلاوو ترڅنګ ګډون کړی وو.

