ډېر لوستل شوي

پر فېرفورډ هوايي اډې د احتمالي برید په تړاو یو ایران‌الاصله بریټانیوی نیول شوی

د بریټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو د فېرفورډ هوايي اډې د احتمالي برید د پلان په تړاو یو ۲۵ کلن دوه‌تابعیته ایران‌الاصله بریټانیوی وګړی نیولی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه کس په لندن کې د ترهګریزو کړنو د چمتو کولو په شک نیول شوی او د فېرفورډ هوايي اډې په تړاو د روانو څېړنو شپږم نیول شوی کس دی.

تر دې مخکې بریټانیوي پولیسو د هوايي اډې ته څېرمه پنځه بریټانیوي وګړي هم نیولي وو، خو هغوی وروسته له تور لګولو پرته د پولیسو په ضمانت خوشې شول او څېړنې پرې لا روانې دي.

پولیس وايي، په دې قضیه کې د یوه بهرني دولت د احتمالي ښکېلتیا په اړه هم څېړنه کوي. د بریټانیا لومړي وزیر انډي برنهام ویلي چې په پېښه کې د ایران د احتمالي تړاو په اړه نښې شته، خو ایران دا ادعا رد کړې ده.

ایراني چارواکو د موضوع په تړاو په تهران کې د بریټانیا سفیر هم احضار کړی دی. د بریټانیا پولیسو ټینګار کړی چې د پېښې په اړه څېړنې لا روانې دي او تر اوسه د ایران د ښکېلتیا په اړه وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.

اړوند خبرونه