د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه غواړي افغانستان یو سولهییز هېواد وي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ کې ژوند وکړي.
کابلوف زیاته کړې، روسیه د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې ټولې هڅې کوي، څو افغانستان په ځانګړې توګه له اقتصادي پلوه پر ځانبسیا شي. روسيې په دې وروستیو کلونو کې له اسلامي امارت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې کړې دي او همېشه يې د افغانستان د اقتصادي ثبات او له ګاونډیو هېوادونو سره د سیمهییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

