ډېر لوستل شوي

افغان پلاوي د ترکمنستان د پانګونې په درېیم نړيوال فورم کې ګډون کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سيد کريم هاشمي په مشرۍ یوه پلاوي د ترکمنستان د اقتصاد وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد په پلازمېنه عشق‌اباد کې د پانګونې په درېیم نړیوال فورم کې ګډون کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو رسمي پلاوو، اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو استازو، سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی وو او د پانګونې پر فرصتونو، اقتصادي ظرفیتونو او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحثونه شوي دي.

د دې خونې په وینا، په ياد فورم کې د افغان پلاوي ګډون د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، د پانګونې د راجلبولو، د نویو بازارونو د موندلو او له ترکمنستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

اړوند خبرونه