ډېر لوستل شوي

د افغانستان او روسیې د روغتیا وزیران د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت‌لوړونې غږېدلي 

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د روسيې روغتیا له وزیر «میخایل آلبرتویچ موراشکو» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضاتو خبرې کړې دي.

دغه وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو پراختیا، روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او سیستم جوړونې، د درملو، واکسینونو او طبي تجهیزاتو د وارداتو او همکارۍ، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د نوې او عصري طبي ټکنالوژۍ انتقال او یو شمېر نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي جلالي د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، روغتیايي کارکوونکو مسلکي ظرفیت پیاوړتیا او عصري طبي اسانتياوو رامنځته کولو په برخو کې له روسیې څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې کتنې پرمهال دواړو لوریو ټینګار کړی چې د روغتیا په برخه کې به د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ اړیکې او همغږي لا پیاوړې شي.

اړوند خبرونه