د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) او ساحلي ساتونکي ځواک د ټکساس ایالت ساحل ته نږدې پر یوې سترې نفتوړونکې بېړۍ د شوي سایبري برید په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د راپورونو له مخې، د «VL Prosperity» په نوم د دغې نفتوړونکې بېړۍ د محرک سیستم ته نفوذ شوی او لا څرګنده نه ده چې هکرانو څومره موده یاد سیستم ته لاسرسی درلود.
راپورونه وايي، دغه برید شاوخوا دوه میاشتې مخکې، هغه مهال شوی چې بېړۍ د جبلالطارق له تنګي تېرېدله.
ځینو رسنیو ادعا کړې چې سایبري برید د بېړۍ پر انجن، د یخولو سیستم او د ناوبری پر چارو اغېز کړی، خو امریکايي چارواکو تر اوسه دغه جزئیات په رسمي ډول نه دي تایید کړي.

