د افغانستان برېښنا شرکت او پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا برابرولو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست لیکلي چې دا هوکړه د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس، ملا عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ د رییس «امیرخان رحیم» له لوري د تاجکستان په پلازمینه کې لاسلیک شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا هوکړه به د ګډو همکاریو پراختیا، برېښنايي زیربناوو پراختیا او د بدخشان ولایت اوسېدونکو ته د غوره برېښنايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي چې د دې هوکړې د لاسلیک پرمهال دواړو لوریو د بدخشان ولایت مرکز، فیضآباد ښار ته د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو په اړه هم بحث کړی دی.

