د بريټانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان ویلي، په هرمز تنګي کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال دویمه بېړۍ د برید هدف ګرځېدلې ده.
ياد سازمان نن سهار ویلي، راپور یې ترلاسه کړی چې د عمان ختیځ ته شاوخوا څلور سمندري میله واټن کې پر یوه نفتوړونکې بېړۍ له نامعلومه لوري مرمۍ لګېدلې ده.
د سازمان په وینا، د نفتوړونکې بېړۍ ټول عمله روغ دي او تر اوسه د اوښتو زيانونو په تړاو څه نه دې ويل شوي.

