د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له سوېلي کوریا سره د واشنګټن په سوداګریزه هوکړه کې د تېلو او ګازو د تولید د زیاتوالي لپاره د ۸.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژه هم شامله ده.
ټرمپ ویلي، د انرژۍ د تولید زیاتوالی به د امریکا د انرژۍ سکتور پیاوړی او د نړۍ د انرژۍ امنیت ته به ګټه ورسوي.
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې ویلي وو چې سوېلي کوریا په امریکا کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې پلان لري چې اټومي بټۍ، په الاسکا کې د مایع طبیعي ګاز پروژه او په ټکساس کې د برېښنا تولید پروژه پکې شاملې دي.
بلخوا د سوېلي کوریا چارواکو ویلي، په الاسکا کې د ۵۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو په پروژه کې د سیول ګډون لا وروستی شوی نه دی او د دې پروژې اقتصادي او حقوقي ارزونې لا هم دوام لري.

