د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې ۴۶ هېوادونو په ایران کې د اعدامونو د زیاتېدو، په ځانګړې توګه د اعتراض کوونکو د اعدامولو د دوام په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د جنورۍ له اعتراضونو وروسته لږ تر لږه ۳۱ معترضان اعدام شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه نور کسان د اعدام له حکم یا د هغه د عمليکېدو له خطر سره مخ دي.
د اعلامیې لاسلیک کوونکو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو موندنو ته په اشاره ویلي چې په ایران کې د اعدام سزا د وېرې رامنځته کولو، د مخالفت د ځپلو او د سولهییزو اعتراضونو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
دوی همداراز د تړلو محاکمو، شکنجې، جبري اعترافونو او د عادلانه محاکمې د حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

