د اندونیزیا د سومباوا سیمه کې نن سهار د ریښتر په کچه ۵.۹ درجې زلزله شوې ده.
د جرمني د جیو ساینس څېړنیز مرکز (GFZ) د معلوماتو له مخې، زلزله د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
تر اوسه د زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

