ډېر لوستل شوي

درېیو ګمرکونو کې پنځه سکېنرونه نصب شوي

د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د مسافرینو له لوري د راوړل کېدونکو توکو د لا ښه پلټنې او ارزونې په موخه د هېواد په درېیو مهمو ګمرکونو کې پنځه پایې سکېنرونه نصب شوي دي.

ياد وزارت وايي، د دغو سکېنرونو د پېرلو او نصب ټول لګښت ۳۹.۲ میلیونه افغانۍ دی چې له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت په وینا، دوه سکېنرونه د هرات په اسلام‌کلا ګمرک، دوه د ننګرهار په تورخم ګمرک او یوه پایه د خوست هوايي ډګر په ګمرک کې نصب شوې ده.

د وزارت په خبره، د دغو سکېنرونو په فعالېدو سره به د مسافرینو توکي په چټکۍ، دقت او شفافیت سره وپلټل او وارزول شي او د مالونو د پلټنې او ارزونې بهیر به لا اغېزمن شي.

د یادو سکېنرونو د نصب چارې د یوه افغان شرکت له لوري بشپړې شوې دي.

اړوند خبرونه